په مصحف کې 95م سورت، 8 آیتونه، په 597 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. قسم دی پر انځر او ښوون.
2. او پر طور سينا (غره) قسم.
3. اوپه دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندې.
4. په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صوررت کې پيداکړی دی.
5. بيا مو تر ټولو لاندېنيو لاندې وګرځولو.
6. مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي، چې د هغوی لپاره نه ختمېدونکې بدله ده.
7. نو له دې وروسته دې د بدلې (د ورځې) په اړه څه شی درواغجنوي.
8. ايا الله تر ټولو حاکمانو ښه حاکم نه دی؟
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.