په مصحف کې 111م سورت، 5 آیتونه، په 603 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. د ابولهب دواړه لاسونه مات او هغه په خپله تباه شو.
2. نه يې مال څه (عذاب) ترې ايسارکړ او نه يې ګټې.
3. ډېر ژر به د لمبووالا اور ته ور ننوځي.
4. او مېرمن يې هم چې د خسو خشاکو وړونکې وه.
5. چې د خرماوو د پاڼو رسۍ به يې پر غاړه وي.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.