په مصحف کې 99م سورت، 8 آیتونه، په 599 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. کله چې ځمکه په خپلو سختو خوځولو وخوځوله شي.
2. او ځمکه خپل درانه پيټي را وباسي.
3. او انسان ووايي چې پر دې څه شوي دي.
4. همغه ورځ به هغه خپل خبرونه بيانوي.
5. ځکه چې ستا پالونکي هغې ته امر کړی دی.
6. په هغه ورځ به خلک ډلې ډلې ورګرځي ترڅو يې خپل عملونه ور وښودل شي.
7. نو چا چې یوه ذره غوندې نيکي کړې وي وبه يې ويني.
8. او چا چې يوه ذره غوندې شر (بدي) کړی وي هغه به وويني.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.