په مصحف کې 1م سورت، 7 آیتونه، په 1 پاڼه پیلېږي.
1. د الله -تعالی- په نامه چې ډېر مهربان او رحم کوونکی دی.
2. ټولې ستاینې (صفتونه) خاص الله لره دي، چې د عالمیانو پالونکی دی.
3. ډېر مهربان اوتل (همېشه) مهربان
4. څښتن (مالک) د ورځې د جزا دی.
5. خاص (یوازې) ستا عبادت کوو، او خاص له تا څخه مرسته (مدد) غواړو.
6. وښایه موږ ته سمه (نېغه) لاره
7. د هغو كسانو لاره چې تا پر هغوی پېرزوېنه كړېده، نه د هغو كسانو لاره چې غضب ورباندې شوى او نه د هغو كسانو لاره چې لار وركي (ګمراهان) دي.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.