په مصحف کې 88م سورت، 26 آیتونه، په 592 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. آیا تا ته د هغه پټوونکي (آفت) خبر رسېدلی؟
2. په هغه ورځ به ځينې مخونه سپک (ذلیل) وي.
3. سخت زيار اېستونکي ستومانه به وي.
4. سره اور ته به ور ننوځي.
5. له خوټېدونکې چينې به (اوبه) ورڅښل کيږي.
6. د هغوی لپاره به له ترخه اغزي لرونکي بوټي پرته بل خواړه نه وي.
7. نه چاغوي او نه لوږه له منځه وړي.
8. او ځينې مخونه هغه ورځ خوشحاله وي.
9. خپلو هڅو ته به خوشحاله وي.
10. په لوړ جنت کې به وي.
11. چټيات به پکې نه اوري.
12. په هغو کې روانه (بهېدونکې) چينه وي.
13. اوچت اوچت تختونه پکې دي.
14. او ډکې (اېښودل شوې) پيالې به وي.
15. او کتار بالښتونه به وي.
16. او غوره فرشونه به وي.
17. ایا هغوی اوښانو ته نه ګوري چې څنګه پیدا کړل شوي دي.
18. او اسمان ته چې څنګه اوچت کړل شوی دی.
19. او غرونو ته چې څنګه درول شوي دي.
20. او ځمکې ته چې څنګه غوړول شوې ده.
21. نو نصیحت کوه! ته خو یوازې نصیحت کوونکی یې.
22. ته پر هغوی جبر کوونکی نه يې.
23. پرته له هغه چا چې مخ واړوي او ګقر کوي.
24. نو هغه ته به الله سزا ورکړي ښه لويه سزا.
25. بېشکه د هغوی را ګرځېدل زموږ لوري ته دي.
26. بيا بېشکه حساب هم زموږ پر غاړه دی.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.