د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة فجر: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 89م سورت، 30 آیتونه، په 593 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة غاشیهسورة بلد ›

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. قسم دی پر سهار.

2. او پر لسو شپو.

3. او پر جفت او تاق.

4. او پر شپه کله چې روانه وي.

5. آیا په دې کې د عقل څښتن ته څه قسم شته؟

6. ايا ودې نه ليدل چې پالونکي دې له عاديانو سره څه وکړل.

7. ارم سره، د لوړو ستنو والا سره.

8. هغه چې سيال يې په ښارونو کې نه و پيدا شوی.

9. او له هغو ثموديانو سره چې په ناو کې يې (د سمڅو لپاره) لويې ډبرې تراشلې وې.

10. او د ميخونو والا فرعون سره.

11. هغه چې په ښارونو کې يې سرکښي کړې وه.

12. او ډېره ورانکاري يې پکې کړې وه.

13. نو راوغورځوله پر هغوی رب ستا دره (متروکه) د عذاب.

14. په رېښتيا چې پالونکی دې په څارنځي کې دی.

15. خو انسان ( داسې دی) چې کله يې خپل پالونکی و ازمويي او عزت او نعمت ورکړي، وايي: پالونکي مې عزت راکړ.

16. او کله يې چې و ازمويي او روزي يې ورباندې تنګه کړي، بيا وايي پالونکي مې سپک کړم.

17. هيڅکله نه، بلکې (ستاسې عمل سم نه دی) تاسې د يتيم عزت نه کوئ.

18. او بې وزله ته په خوړو ورکولو يو بل نه هڅوئ.

19. او ميراث مال يو ځايي ټول خورئ.

20. او مال ډېر زيات خوښوئ.

21. هيڅکله نه، کله چې ځمکه په سختو ټکولو سره وټکول شي.

22. او راشي رب ستا او پرېښتې کتار کتار.

23. او په هغه ورځ چې دوزخ هم راوستل شي، په همغه ورځ به انسان ته نصيحت ور ياد شي خو بيا د هغه لپاره پوهېدل څه ګټه نه لري.

24. وايي به کاشکي مې د خپل ژوندانه لپاره مخکې را لېږلي وای.

25. نو په هغه ورځ به د الله غوندې عذاب هيڅوک هم نه ورکوي.

26. او نه به څوک د هغه غوندې تړل کوي.

27. اې ډاډمن نفسه (ځانه)!.

28. وګرځه د خپل رب لورې ته خوشحاله، خوشحاله کړی شوی.

29. بيا زما په (نېکو) بندګانو کې ور ننوځه.

30. او زما جنت ته ننوځه.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة غاشیهسورة بلد ›