د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة ضحی: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 93م سورت، 11 آیتونه، په 596 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة لیلسورة شرح ›

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. قسم دی پر وخت د څاښت باندې.

2. او پر شپه باندې کله چې وغوړیږي.

3. چې پالونکي دې نه پرېښی یې او نه يې بد راغلی يې.

4. او هرو مرو ستا لپاره آخرت تر دنيا غوره دی.

5. او ژر به دې پالونکی دومره څه درکړي چې پرې خوشحاله شې.

6. آيا ته يې يتيم ونه مومندلې چې بيا يې د هستوګنې ځای درکړ.

7. او ویې موندلي ته ناخبره نو پوه یې کړې.

8. او بې وزله يې وموندلې؛ نو شتمن يې کړې.

9. نو هر چې یتیم دی غصه پرې مه کوه.

10. او مه سوالګر رټه.

11. او د خپل پالونکي د لورېينې ښکارندويي دې کوه.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة لیلسورة شرح ›