په مصحف کې 90م سورت، 20 آیتونه، په 594 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. زه لوړه کوم پردې ښار (مکه).
2. او ته (د هرې کړنې پر کولو) ازاد یې پدې ښار کې.
3. او قسم دی په پلار او په هغه چا چې اولاد یې دی.
4. بېشکه انسان مو په سختۍ کې پيدا کړی.
5. آيا هغه انګېري چې هيڅوک به پرې برلاسی نه شي.
6. وايي به ما زښته ډېر مال برباد کړ.
7. ايا ګومان کوي چې هيچا هغه نه دی ليدلی.
8. آيا هغه ته مو دوې سترګې نه دي ورکړې.
9. او يوه ژبه او دوې شونډې.
10. او دوې څرګندې لارې مو ورته ښودلې دي.
11. خو هغه د سخت پېچومي زيار ونه اېستلو.
12. او ته څه خبر يې چې هغه پېچومی څه دی.
13. د غاړې خلاصول دي (له غلامۍ څخه).
14. او يا د لوږې په ورځ خواړه ورکول دي.
15. کوم خپلوۍ والا يتيم ته.
16. او په خاورو سپېره کوم بې وزله ته.
17. بيا له هغو کسانو وي چې ايمان يې راوړی وي او يو بل ته په زغم او مهربانۍ وصيت کوي.
18. دا خلک د ښي اړخ څښتنان دي.
19. او هغه کسان چې زموږ له آیتونو منکر دي همدوی د کيڼ لاس څښتنان دي.
20. پر هغوی به ايسار شوی اور (مقرر) وي.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.