د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة قارعه: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 101م سورت، 11 آیتونه، په 600 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة عادیاتسورة تکاثر ›

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. (د زړونو) ټکوونکی.

2. څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟

3. او څه پوهه کړې ته چې څه دی (د زړونو) ټکوونکی؟

4. هغه ورځ ده چې خلک به د خورو ورو پتنګانو غوندې وي.

5. او غرونه به د شيندل شويو رنګه وړيو غوندې وي.

6. نو بيا چې د چا تلې درنې شي.

7. نو هغه به په خوشحاله ژوند کې وي.

8. او د چا چې تلې سپکې شي.

9. نو د هغه د ورتګ ځای به ژوره کنده وي.

10. او ته څه خبر يې چې هغه څه ده.

11. سور اور دی.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة عادیاتسورة تکاثر ›