په مصحف کې 97م سورت، 5 آیتونه، په 598 پاڼه پیلېږي.
بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ
1. بېشکه موږ هغه (قرآن) د قدر په شپه نازل کړی دی.
2. او ته څه پوه يې چې د قدر شپه څه ده.
3. د قدر شپه له زرو مياشتو غوره ده.
4. په هغې کې پرېښتې او روح د خپل پالونکي په اجازه د هر (ټاکلي) کار لپاره را کوزيږي.
5. هغه (ټوله) سلامتيا ده تر سهار راختلو پورې.
د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)
ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.