د ترتیل نښانترتیلژوندۍ راډیو

سورة تکویر: متن او د معنا ژباړه

په مصحف کې 81م سورت، 29 آیتونه، په 586 پاڼه پیلېږي.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة عبسسورة انفطار ›

بِسۡمِ ٱللَّهِ ٱلرَّحۡمَٰنِ ٱلرَّحِيمِ

1. كله چې لمر ونغښتل شي.

2. او کله چې ستوري خړ واوړي.

3. او كله چې غرونه روان كړل شي.

4. او كله چې لس مياشتینۍ (بلاربې اوښې) خوشې كړل شي.

5. او كله چې (وحشي) ځناور سره غونډ كړل شي.

6. او كله چې سمندرونه لمبې وكړي.

7. او كله چې ساوې (روحونه) جوړه كړاى شي (جسدونو سره).

8. او كله چې ژوندۍ خښه شوې جينۍ وپوښتل شي.

9. چې په كومه ګناه وژل شوې ده؟

10. او كله چې عملنامې پرانيستل شي.

11. او كله چې د آسمان پوستكى واړول شي.

12. او كله چې د دوزخ لمبې بلې كړى شي.

13. او كله چې جنت را نېږدې كړى شي.

14. بيا به هركس ته معلومه شي چې څه يې راوړي.

15. نو نه، زه پر بېرته پټېدونکو ستورو لوړه كوم.

16. پر ګرځېدونكو - پټېدونكو باندې.

17. او پر شپه چې كله ولاړه شي.

18. او قسم دی پر سهار کله چې سا واخلي.

19. چې بېشكه دا د يو عزتمن رسول وينا ده.

20. چې زورور (او) د عرش څښتن پر وړاندې مرتبې والا دى.

21. هلته ( په پرېښتو كې) د ده خبره منل كيږي - امانتداره دی.

22. او ستاسې (دا) ملګرى هم لېونى نه دى.

23. او ده هغه په يوه روښانه څنډه كې ليدلى دى.

24. او نه هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) پر غيبو (رسولو) بخيل دى.

25. او نه دا د رټلي شيطان خبره ده.

26. نو بيا چېرته ځئ؟

27. هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له نصيحته بل څه نه دى.

28. له تاسې څخه د هغه چا لپاره چې غواړي په لاره سم شي.

29. او ستاسې په غوښتو څه كېداى شي پرته له دې چې رب العالمين څه وغواړي.

د معنا ژباړه: Pashto Translation - Rowwad Translation Center، 1.0.1 نسخه، له QuranEnc.com څخه پرته له بدلون خپره شوې. (QuranEnc.com)

ژباړه د قرآن معناوې رسوي، خو پخپله قرآن نه دی؛ قرآن هماغه پورته عربي متن دی.

تلاوتونه یې واورئدا سورت په مصحف کې له تفسیر سره ولولئ‹ سورة عبسسورة انفطار ›